歌詞
سخته کی یو نه وی
ستا پۀ تندي کې به
مې خپله څهره وکتله
پۀ کومه ورځ چې به
له ما سره هنداره نۀ وه
سخته کی یو نه وی
دا رنګه شپه وه چې پۀ سر
باندې مو ستوري نۀ وو
داسې مزل وو چې تر پښو لاندې مو لاره نۀ وه
سخته کی یو نه وی
زۀ چي تر تا پورې
درتلم رقیب و نۀ لیدمه
پۀ دغه لار کې
بلا وه، مګر بیداره نۀ وه
سخته کی یو نه وی
یو پۀ قبرونو کې
راغلي تر دې ځایه پورې
دروېشه دا ځل
د وطن ځمکه هواره نۀ و
سخته کی یو نه وی
ستا پۀ تندي کې به
مې خپله څهره وکتله
پۀ کومه ورځ چې به
Written by: Hikmat Khan, Hikmat jan