Songtexte

وطنه تا کی به اوس څه تېرېږي؟ زه مسافر شومه درتللی نشم د ماشومتوب کلي د چا هېریږي زه دی په ژوند کي هیرولی نشم زما یادیږي هغه خړی کوڅې چی مونږ کوچنیانو پکی لوبې کړلی کله به تلو د عمه جانی کور ته خوږې خبری به انۍ کولی چی را په یاد شي هغه تېر وختونه اوښکي د سترګو پاکولی نشم د ماشومتوب کلي د چا هېریږي زه دی په ژوند کي هیرولی نشم که دا دنیا ټوله جنت جنت شی زما وطنه زما ته یادېږی دلته بی قدره یم پردی می بولي دغه متل دی پردي نه خپلېږي دغه متل دی پردي نه خپلېږي د خړو خاورو په ارمان دی یمه زړګی له تا نه صبرولی نشم د ماشومتوب کلي د چا هېریږي زه دی په ژوند کي هیرولی نشم زه دی په ژوند کي هیرولی نشم خدایه په ژوند می کړی نصیب خپل وطن چی خړی خاوری په لېمو وموږم زه یې د سیندو په غاړو وګرځیږم لاس او پښې می په اوبو اومینځم دغه ارمان می کړی پوره خالقه مسافري نوره زغملای نشم د ماشومتوب کلي د چا هېریږي زه دی په ژوند کي هیرولی نشم زه دی په ژوند کي هیرولی نشم وطنه تا کی به اوس څه تېرېږي؟ زه مسافر شومه درتللی نشم د ماشومتوب کلي د چا هېریږي زه دی په ژوند کي هیرولی نشم زه دی په ژوند کي هیرولی نشم زه دی په ژوند کي هیرولی نشم
Writer(s): Baburzai Shafiullah Lyrics powered by www.musixmatch.com
instagramSharePathic_arrow_out