Lyrics

اخ وطن وطن بې کلي او کور یمه بیل له خپلې مور یمه نه څوک وطندار لرم نه هم د چا ورور یمه ځاله د غومبسو شوه خونه د تش نسو شوه هاغه د لیلا وطن خاوره د بې کسو شوه اخ وطن وطن بیا یې خرڅوي په نورو کور کفن وطن دا جنت نشانه سیمه دا ختن وطن دا زما مغرور پنځه زره کلن وطن اخ وطن وطن بیا بیا شرموي نړۍ ته خپل زامن وطن بیا له رهزنانو غواړي تار او ستن وطن بیا له لوږې مري زما دا لوی شتمن وطن خدایه موږ څارې که نه غم کې زموږ یې که نه نور نو له دې څومره ډير ستړي آزمایې که نه ای د عدالت ربه دا کیسه خو ورانه کړې نور که څه کوې که نه خلاص مو د ملا نه کړې اخ وطن وطن داسې بې جانان دې نه وي دا مین وطن داسې بې سندرې بې هنر او فن وطن داسې نا علاجه او ټپي په تن وطن اخ وطن وطن څنګه بې مالیاره شو زما ګلشن وطن څنګه بې صاحبه پاتې ګلبدن وطن څنګه بې بهاره دی چمن چمن وطن بې کلي او کور یمه بیل له خپلې مور یمه نه څوک وطندار لرم نه هم د چا ورور یمه ځاله د غومبسو شوه خونه د تش نسو شوه هاغه د لیلا وطن خاوره د بې کسو شوه اخ وطن وطن خدایه دومره هیر دې مه شه بیا د چا وطن خدایه دومره هیر دې مه شه بیا د چا وطن خدایه دومره هیر دې مه شه بیا د چا وطن
Writer(s): Goodar Zazai Lyrics powered by www.musixmatch.com
instagramSharePathic_arrow_out